د عکس سرچینه، Getty Images
په ۱۹۱۸ کال کې خپرې شوې نړیوالې وبه کابو ۵۰ میلیونه وګړي ووژل
وبا یا ساري ناروغۍ په نړۍ کې اوږد تاریخ لري او څو څو ځلې یې د ځمکې پرخاورینه کره انسانان داسې ننګولي لکه ننی کورونا وېروس چې د نړۍ په لر او بر کې حکومتونو ته سر خوږی جوړ کړی.
سره له دې چې نننۍ نړۍ تر بل هروخته پرمختللې او روغتیايي خدمات پراخ شوي، خو د نړیوالو لخوا د راکړې ورکړې پراختیا، او اسانه تګ راتګ نړۍ کې د وبا خپرېدو لامل شوي.
تاریخي ساینسي څیړنې ښيي چې له میلاده ۱۰ زره کاله وړاندې په افریقا کې یوه وبا را پیدا او د هغه مهال د مصري سوداګرو په مټ تر هندوستانه خپره شوه او د ۳۰ زره انسانانو ژوند یې واخیست.
لرغونپوهانو یې د هغې زمانې د یو شمیر مومیايي شویو انسانانو پر پوټکي علایم په نښه کړي دي.
د لرغونپوهانو خبره ده چې له میلاده ۱۳ نیم سوه کاله وړاندې د پوټکي smallpox وېروس په مصر کې لویه تباهي رامنځته کړه، چې د هغې زمانې لوی انساني تمدن بلل کیده.
له میلاده ۴۳۰ کاله وړاندې د هغې زمانې په بله تمدني سیمه یونان کې همدې smallpox ډولې وبا د اتن ښار ۲۰ په سلو کې وګړي، چې ۳۰ زره کسان بلل کیږي، ووژل.
د عکس سرچینه، Getty Images
د مصر پر ځینو لرغونو مومیایي شویو وګړو د پخوانیو وباو علایم موندل شوي دي
تر نهمې میلادي پېړۍ بیا د یو شمیر کوچنیو وباو په اړه لیکنې شوې دي، چې دهمدې smallpox وېروس نوم ورکړل شوی دی.
په دغه موده کې هم همدې وبايي ناروغیو ګڼ کسان وژلي دي.
په ۹۱۰ میلادي کال کې اسلامي عالم ابوبکر محمد بن ذکریا الراضي، چې په بغداد کې میشت و، د همدې smallpox وېروس د درملنې لپاره خپله لومړۍ تیوري وړاندې کړه، چې اغېزمنه بلل کیږي.
په منځنیو پېړیو کې تر ډېره دغه ډول وبايي ناروغۍ په اسیا، اروپا او افریقا کې خپرې شوې او داسې فکر کېږي چې امریکا ته په ۱۵مه او ۱۶مو پیړیو کې د اسپانوي استعماري عسکرو په مټ ورسېدې.
په ۱۴مه پېړۍ کې د تور مرګ په نوم یوه وبا له لویدیځې اروپا تر ختیځې اسیا خپره شوه.
د هغه وخت د وبايي وېروس د خپرېدو امکانات د ترانسپورټ او راکړې ورکړې د کموالي او وروسته پاتې والي له کبله د نن پرتله په سلګونو ځله کم وو.
خو بیا یې هم د څېړنو پراساس له ۷۵ تر ۲۰۰ میلیونو پورې انسانان ووژل، چې د اسیا او اروپا د وګړو څلورمه برخه وه.
یوازې په انګستان کې یې په لسو کې څلور تنه او د اروپا د فلورانس ښار د ۱۰۰ زرو وګړو نیمايي یې ووژل.
د عکس سرچینه، Getty Images
پنځلسمه پېړۍ کې د تور مرګ په نامه وبا د انګلستان هرو لسو کې څلور وګړي ووژل
په ۱۵۲۰ کال کې چې په نړۍ کې الوتکې نه وې او نړۍ له اورګاډو او پرمختللو سړکونو، راکړې ورکړې او پریمانه تګ راتګ څخه بې برخې وه، یوې نړیوالې وبا د امریکا د لویې وچې له منځه سر راپورته کړ او په ختیځ کې ترجاپانه ورسیده.
د smallpox په نوم دغه وېروس هم د امریکا د لویې وچې درېیمه برخه وګړي ووژل.
همدې وېروس په ۱۸مه پیړۍ کې هرکال ۴۰۰ زره کسان په اروپا کې وژلي دي، چې د هغه مهال پنځه پاچاهان هم پکې شامل بلل کیږي.
داسې هم ویل کېېږي چې له smallpox وېروس څخه درېیمه برخه ژوندي پاتې شوي کسان په سترګو ړانده شوي وو.
د سمال پاکس په نوم د دې وېروس کیسه تر شلمې پیړۍ روانه وه.
په ۱۹۱۸ کال خپرې شوې وبا، چې ۵۰۰ میلیونه کسان یې ونیول، په څو میاشتو کې یې په نړۍ کې یې له ۵۰ تر ۱۰۰ میلیونه انسانان مړه کړل، چې د هغه مهال د نړۍ دوه نیم په سلو کې وګړو برخه یې جوړوله.
دا شمېره په لومړۍ نړیوالې جګړې کې چې ۴ کاله یې دوام وکړ تر وژل شویو لوړه وه.
په ۱۹۱۸ کې همدې وبا د هند ۵ په سلو کې وګړي ووژل او د نړۍ په یو شمیر نورو ښارونو کې یې تردې لوړه سلنه خلک له منځه یووړل.
د عکس سرچینه، Getty Images
په ۱۹۱۸ کال خپرې شوې وبا، چې ۵۰۰ میلیونه کسان یې ونیول، په څو میاشتو کې یې په نړۍ کې یې له ۵۰ تر ۱۰۰ میلیونه انسانان مړه کړل
په ۱۹۲۱ کال کې همدې وېروس یوازې د امریکا په متحدو ایالتونو کې ۱۰۰ کسان ووژل.
خو له هغه وروسته د دې وېروس واکسین رامنځته او په ۱۹۳۹ کال کې یې په امریکا کې د همدې وېروس له کبله د مړینې شمیر ۵۰ کسانو ته را ټیټ شو.
په ۱۹۵۹ کال کې نړیوال روغتیايي سازمان د smallpox وېروس د معافیت په اړه د یو نړیوال کمپاین د پیلولو اعلان وکړ.
په ۱۹۵۰ مو او ۶۰ مو لسیزو کې بیا هم په نړۍ کې له ۱۰ تر ۱۵میلیونو پورې کسان په دې وېروس اخته وو، چې هرکال یې ۲ میلیونه مړه کیدل.
دغه وېروس په ۱۹۷۷ کال کې د سومالیا د یوه ۲۳ کلن ځوان په اخته کېدو سره پای ته رسیدلی وبلل شو او پرضد واکسین یې د نړۍ هر کونج ته رسیدلی وو.
په ۱۹۷۹ کال کې د روغتیا نړیوال سازمان اعلان وکړ، چې سمال پاکس ختم شو او بشر دا مبارزه وګټله.
د عکس سرچینه، Getty Images
په ۱۹۷۹ کال کې د روغتیا نړیوال سازمان اعلان وکړ، چې سمال پاکس ختم شو او بشر دا مبارزه وګټله.
په وروستیو ۴۰ کلونو کې یو شمېر نورې ساري وبايي ناروغۍ را پیدا شوې، خو د نړیوال پرمختګ او د روغتیايي خدماتو او مبارزې د پراخوالي له کبله کابو شوې.
په وروستیو ۳ لسیزو کې د نړیوالتوب کیسه پراخه شوې او ترهرڅه ډېر یې پولو ته زیان رسولی او په کمه موده کې یوه کوچنۍ ناروغۍ د نړۍ له یوې برخې بلې ته خپریږي.
خو بیا هم بشر توانېدلی چې د خپل ژوند د خوندي کېدو لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.
نړۍ دا مهال د کورونا وېروس له نړیوالې وبا سره په مبارزه اخته ده او د هرې ورځې په تېرېدو سره یې تباهي په خپرېدو او پراخېدو ده.
اوسمهال نړۍ له کورونا وېروس سره په مبارزه اخته ده
بشري ټولنه فکر کوي، چې د انساني تلفاتو له اړخه به دا وبا په ځینو سیمو کې له کنټروله بهر شي.
د پخوانیو زمانو خلاف اوسنۍ کورونا ټوله نړۍ په هر ډګر کې ننګولې او د بشري تلفاتو په خوا کې یې ترټولو لویه ضربه تراوسه اقتصاد، راکړې ورکړې او تګ راتګ ته ورکړې.
داسې تمه کیږي چې څو میاشتې نور هم دا خرابېدونکی وضیعت دوام وکړي.
(0)Commentaires