د عکس سرچینه، Ismail Moneer
د آیه مور په هغو لومړنیو کسانو کې وه چې مصر کې له کورونا وېروسه مړه شول
د مور له نړیوالې ورځې څو اوونۍ وړاندې ۳۳ کلنه آیه (مستعار نوم) په دې فکر کې وه چې په همدې مناسبت به خپلې مور ته څه ډالۍ کوي. خو نه پوهېده چې د ډالۍ ورکولو پر ځای به خپله مور خاورو ته سپاري.
د آیه مور په مصر کې په هغو لسو لومړنیو کسانو کې وه چې د کورونا وېروس له امله مړه شول. اوس مصر کې څه باندې دوه زره تنه پر دې وېروس اخته دي او ۱۶۰ تنه مړه شوي دي.
که څه هم د یوې اوونۍ لپاره د آیه د مور روغتیايي وضعیت نازک و، خو هغې فکر نه کاوه چې همدا به یې د ژوند پای وي.
آیه هغه شېبه یادوي چې د مور د مړېنې خبر ور ورسېد. نوموړې وايي:
"ورور ته مې وویل چې ته دروغ وايي ځکه هغه ماته ویلي وو چې د مور روغتیايي وضعیت یې په ښه کېدو دی".
آیه زیاتوي، تمه یې د اوه چې مور به یې له روغتونه رخصتیږي، په اپریل کې به یې هم کلیزه او هم د مور نړیواله ورځ یو ځای لمانځي.
خو د هغې د کوویډ-۱۹ ناروغۍ لپاره د معاینې پایله مثبته را ووتله او په سبا ورځ یې د قاهرې په سویل کې د حلوان روغتون کې د قرنطین څانګه کې بستر کړل شوه، خو په هماغه ورځ مړه شوه.
دا ۶۹ کلنه مېرمن له دې وړاندې د یوې اوونۍ لپاره په یوه خصوصي روغتون کې وه، او هغه مهال یې د معاینې پایله منفي وه.
آیه وايي، په وروستي ځل یې چې کله له مور سره خبرې کولې نو نه پوهېده چې څنګه ورسره مخه ښه وکړي.
د عکس سرچینه، Ismail Moneer
آیه وایي، نه پوهېده چې مور سره څرنګه مخه ښه وکړي
د مور د مړینې په ورځ یې په ټول مصر کې غونډې او د جمعې لمنځونه وځنډول شول او ټول جوماتونه وتړل شول.
نو د آیه کورنۍ اړه شوه چې د مور د جنازې لمونځ د روغتون د مړو په خونه کې وکړي.
د جنازې را ایستلو هم وخت ونیولو او آیه وايي، ایله د شپې یې د مور مړی خاوروته وسپاره.
د هغې په وینا، یو څو خپلوان یې د مور جنازې ته راغلي وو او ټولو ماسکونه اغوستيوو او دستکشې په لاس کړې وې.
آیه وايي "نندرور مې پر سر لاس راته کېښود او ویې ویل غواړم غېږ کې دې ونیسم خو نه شم کولی".
ټول په غم کې وو، خو هیچا نه شو کولی یو بل ته تسلیت ورکړي. پلار یې هم مور یوه اونۍ نه وه لېدلې، خو جنازې ته راغلی و.
له دې وروسته د آیه د پلار د کورونا وېروس پایله هم مثبته راووتله، او د قرنطین هماغه روغتون ته یوړل شو چې مور یې پکې بستري وه.
خو پلار یې له دې ناروغۍ جوړ شو او څه موده وروسته کور ته ستون شو.
د کوویډ-۱۹ ناروغۍ لپاره د آیه او د هغې د ورور د معاینې پایله مثبته نه ده، خو دوی دواړه باید یو له بله جلا اوسي.
آیه وايي، د یوې کورنۍ د غړو په توګه موږ د یو بل د تسلۍ لپاره یو ځای نه شو پاتې کېدای.
(0)نظرات